د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وايي، سره له دې ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو دویم پړاو ته چمتو کیږي، خو امریکا به لاهم پر دغه هېواد خپلو بندیزونو ته دوام ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وايي، سره له دې ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو دویم پړاو ته چمتو کیږي، خو امریکا به لاهم پر دغه هېواد خپلو بندیزونو ته دوام ورکوي.
نوموړې پرون د سه شنبې په ورځ په برازیل کې له رسنیو سره د مرکې پر مهال وویل، چې اصلي مسولیت د ایران پر اوږو دی تر څو وښيي، چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو لپاره جدي دی.
مېرمن کلنټن زیاته كړه، چې امریکا هم د ایران له عمل سره ورته عکس العمل ښيي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې دا څرګندونې د خپل ایراني سیال علي اکبر صالحي د هغو خبرو په ځواب کې وې، چې نوموړي د دوشنبې په ورځ ویلي وو، چې که لویدیځ مثبت ګام پورته کړي، نو ایران به هم د مسئلې د حل لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
د ویلو ده، چې د اټومي لانجې په اړه د ایران او پنځه جمع یو ډلې تر منځ وروستۍ خبرې اترې څو ورځې وړاندې په استنبول ښار کې ترسره شوې او ټاکل شوې، چې بل پړاو یی د راتلونکې مۍ میاشتې په ۲۳ نېټه په بغداد کې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


