شمالي کوریا د يوې اعلاميې له لارې ا علان وكړ، چې نور د خپل اټومي او توغندي ازمایښتونو د نه ترسراوي هوکړې ته پابند نه دي. د یاد هېواد لخوا دا بیانیه وروسته تر هغې صادرېږي، چې پرون د سه شنبې په ورځ امنیت شورا د شمالي کوریا لخوا د توغندي ناکامه ازموینه وغندله.
شمالي کوریا د يوې اعلاميې له لارې ا علان وكړ، چې نور د خپل اټومي او توغندي ازمایښتونو د نه ترسراوي هوکړې ته پابند نه دي.
د یاد هېواد لخوا دا بیانیه وروسته تر هغې صادرېږي، چې پرون د سه شنبې په ورځ امنیت شورا د شمالي کوریا لخوا د توغندي ناکامه ازموینه وغندله.
شمالي کوریا د ملګرو ملتو دا نیوکه رد کړه او ويې ویل، چې امریکا پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی.
په همدې حال کې نړیوال اټومي اژانس وايي، چې له شمالي کوریا څخه د دوی د څارنې چانس اوس ډېر کم دی.
شمالي کوریا تېره میاشت له امریکا سره د یو لړ هوکړو پر اساس نړیوال اټومي اژانس څارونکو ته بلنه ورکړې وه، چې د دغه هېواد له اټومي پروګرامه لیدنه وکړي، خو دا هوکړه د شمالي کوریا لخوا د توغندي د توغولو د پروګرام له اعلان وروسته پر ځای نه شوه او امریکا له یاد هېواد سره د خپلو خوراکي توکو د مرستې خبرې اترې وځنډولې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


