ads

د تڼیو ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره جوړه شوې ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې دغه ودانۍ په پرانیستلو سره به د سیمې د پولیسو په هڅو کې نور د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د […]

نویسنده: TKG
30 وری 1391
د تڼیو ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره جوړه شوې ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې دغه ودانۍ په پرانیستلو سره به د سیمې د پولیسو په هڅو کې نور

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره جوړه شوې ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې دغه ودانۍ په پرانیستلو سره به د سیمې د پولیسو په هڅو کې نور هم پرمختګ راشي او له لارې به یې وکولای شي امنیتي حالت نور هم ډاډمن شي.

نعیمي زياته كړه، دوی غواړي امنیتي ځواکونه له هره پلوه پیاوړي او په ځان بسیا شي.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي په دې اړه وویل، دغه ودانۍ ۱۸ خونې او نور اړوند ځایونه لري.

د ځاځي په خبره، د کورنیو چارو وزارت تل د پولیسو د ځایونو جوړونې په فکر کې دی او غواړي خپلو پولیسو ته وړ ځایونه او اسانتیاوې برابرې کړي.

د خوست امنیه قوماندانۍ د مسؤلینو د معلوماتو له مخې د دې ودانۍ ترڅنګ په خوست کې اوو نورو امنیه قوماندانیو ته هم د ودانیو جوړولو چارې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA