ads

شېر غزنوي د ((یکه زار او یا قربان)) په دنیا کې

په افغانستان کې د نوي سیاسي جوړښت په رامنځته کېدو سره د ((يكه زار او يا قربان)) وختونو هم كډه وكړه او ځاى يې په هره انځوریزه رسنۍ كې د غرب تېزې موسيقۍ شور او غوغا ته پاتې شو. په افغانستان کې د نوي سیاسي جوړښت په رامنځته کېدو سره د ((يكه زار او يا […]

نویسنده: The Killid Group
29 وری 1391
شېر غزنوي د ((یکه زار او یا قربان)) په دنیا کې

په افغانستان کې د نوي سیاسي جوړښت په رامنځته کېدو سره د ((يكه زار او يا قربان)) وختونو هم كډه وكړه او ځاى يې په هره انځوریزه رسنۍ كې د غرب تېزې موسيقۍ شور او غوغا ته پاتې شو.

په افغانستان کې د نوي سیاسي جوړښت په رامنځته کېدو سره د ((يكه زار او يا قربان)) وختونو هم كډه وكړه او ځاى يې په هره انځوریزه رسنۍ كې د غرب تېزې موسيقۍ شور او غوغا ته پاتې شو.

خو د ځينو ځینو خلكو اوس هم پخوانۍ او كلاسيكې موسيقۍ لور ته ميلان زيات دى، هماغه د استاد اول مير، سراهنګ، ايوب او بېلتون استاد د يا قربان په غږ خپل زړونه ارام ساتي.

دا هغه سندرغاړي وو چې كه يو خوا به يې د حجرې او دېرې بر كونج نيولى و، نو له بله پلوه به يې په حجره كې د ناستو خلكو په زړونو كوډې كولې، مينه، حماسه، وياړنې او كارنامې به يې وريادولې او هنري فطرت به يې ور لړزاوه.

د غږ د دغو كوډګرو تر منځه يو ورك نوم د استاد شېرمحمد غزنوي هم راځي چې د خپل عمر درې برخې ۵۶ كاله ژوند يې په سندرو ويلو تېر كړ.

شېرمحمد غزنوي له نن نه ۸۵ كاله وړاندې د  غزني په حكيم سنايي كلي كې د محمدجان په كاله كې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، له لومړنيو زده كړو وروسته يې د كابل په ابن سينا لېسه كې تر يوولسمه خپلې زده كړې وكړې.

نوموړى په خپله لېسه كې د هنري فطرت او ښكلي غږ له كبله د ترانې ټيم مشر وټاكل شو چې له همدغه ځايه يې له سندرو ويلو سره مينه پيدا شوه: ((موسيقي مې له استاد شيدا، استاد قاسم، د استاد سراهنګ پلار غلام حسين، غلام سيد او له استاد افندي تركي نه زده كړه، خو د سندرو ويلو موقع په لاس نه راتله.))

شير غزنوي خپله  لومړۍ سندره په ۱۳۳۲ كال  د  اعلحضرت ظاهر شاه او صدراعظم شاه محمود خان په وړاندې وويله: (( هغوى زه راډيو ته معرفي كړم او زما د هنر ستاينه يې وكړه.))

شير غزنوي له دغو ورځو وروسته په كابل، كندهار، پكتيا او ننګرهار كې ډېر زيات مينه وال پيدا كړل او هغوى ته يې په ډېرو ښاديو كې بې شمېره ميداني سندرې وويلې، مګر د دې تر څنګه يې د ننګرهار په تورخم ګمرك كې د يو پياده په توګه خپله غريبي هم كوله.

نوموړى وايي چې د ډاكټر نجيب الله د واكمنۍ پر مهال ډېر نازول شوى او هغه مهال دولت ځانګړى كور او معاش ورته وټاكل، خو د خپلمنځيو جګړو پر مهال يې د خراب اقتصادي حالت له كبله خپل دغه كور خرڅ كړ او لس كاله په پاكستان كې پاتې شو، سره له دې چې هلته به يې مزدوري هم كوله خو خپل هنر يې  د زړه په وينو ورسره پاله.

شېر غزنوي وايي چې په دې وروسيتو كې يې د ملي راډيو تلوېزیون له لوري د  ۵۶ كلن خدمت له كبله  تقاعد اخستى دى.

دا ياد سندرغاړى دمګړۍ د خپل شخصي ژوند په اړه وايي: ((دوه زامن لرم چې يو په مسكو كې او بل دلې په كوټ سنګي كې له ما سره په كرايي كور كې اوسي.))

شېر غزنوي كه څه هم اوسمهال ډېر کمزوری، سپين ږيرى او په امسا ګرځي، مګر لا هم كله كله د ټلوېزیون په پرده كلاسيكې سندرې وايي: (( پخوانۍ موسيقي ښه وه د چا زړه ترې نه مړېږي، ځكه اوس هم سندرې وايم.))

نوموړى د اوسنۍ افغاني موسيقۍ حالت ډېر خراب بولي او وايي چې هېڅ هنري تنده پرې نه ماتېږي: (( اوس خو شعرونه لوڅ، موسيقي پردۍ او تش نڅاګانې دي.))

خو د دې تر څنګه شېر غزنوي ځوانو سندرغاړو ته پيغام وركوي چې په سندرو كې دې ټولنيز اداب او افغاني هنر ژوندى وساتي.

نوموړى وايي، كه داسې نه كوي او خرابه شاعري له غربي موسيقۍ سره ويل كېږي، نو له يوې لنډې مودې وروسته به يو اورېدونكى هم ونه لري.

ده همداراز له افغان دولت نه ګيله وكړه چې د كلاسيك هنر او سندرغاړو ژوند ته پاملرنه نه كوي: (( غربي موسيقۍ هرڅه زيانمن كړي، خو څوك يې احوال نه اخلي حتى زموږ لا څوك پوښتنه نه كوي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA