د يو شمېر جنوبي ولايتونو اوسېدونكي چې تر ډېره د بهرنیو ځواکونو د شپې چاپو ښكار وو، افغان ځواكونو ته د شپې عملیاتو د موافقې هرکلی کوي. دوی په دې خوشاله دې چې دا موافقه به د بهرنیو ځواکونو د شپې چاپو مخنیوی وکړي او دوی به ارامه ساه واخلي.
د يو شمېر جنوبي ولايتونو اوسېدونكي چې تر ډېره د بهرنیو ځواکونو د شپې چاپو ښكار وو، افغان ځواكونو ته د شپې عملیاتو د موافقې هرکلی کوي.
دوی په دې خوشاله دې چې دا موافقه به د بهرنیو ځواکونو د شپې چاپو مخنیوی وکړي او دوی به ارامه ساه واخلي.
افغان ځواكونو ته د دې مسووليت د سپارلو موافقه د وري په ۲۰مه د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ او په هېواد كې د امريكايي او ناټو ځواكونو د عمومي قومندان جنرال جان الن ترمنځ لاسليك شوه.
افغان ځواكونو ته د شپې مخې د عملياتو د ترسره كولو موافقې په اړه د خوست او هلمند ولايتونو اوسېدونكو له كليد سره په ځانګړو مرکو كې ويلي چې افغان ځواكونه افغانان دي، د خپلو خلكو عزت، ابرو، فرهنګ او نورو افغاني او اسلامي اصولو ته درناوى ولري.
د خوست ښار يو تن اوسېدونكي عابد الرحمن وويل، خوښ دى چې له دې وروسته د بهرنيو ځواكونو پرځاى افغان ځواكونه د شپې د عملياتو مشري کوي.
عابد زياتوي: (( زه په دې خوښ يم، چې نور افغان ځواكونه د خلكو كورونه تالاشي كوي، دا ځكه چې افغان سرتيري د خپلو خلكو عزت، ابرو، دود او كلتور او نورو افغاني او اسلامي ارزښتونو سره بلد دي.))
د خوست ښار يو بل اوسېدونكى سيلاب خان وايي، په دې وياړي چې افغانانو ته د عملياتو د ترسره كولو واك وركړل شو.
سيلاب خان وړاندې وايي: (( خوشحاله په دې يم چې له دې وروسته به افغان ځواكونه په خپلواكه توګه عمليات كوي، دا زموږ استقلالیت تضمینوي.))
په همدې حال كې د هلمند ولايت يو شمېر اوسېدونكي هم د افغان ځواكونو لخوا د شپې په مخه د عملياتو د ترسره كولو په اړه خوښي څرګندوي او وايي، افغان ځواكونه اوس د دې وړتيا لري چې په خپلواكه توګه عمليات وکړي.
د هلمند ښار استوګن علاوالدين وايي، هر افغان په دې خوشاله دى چې د يوې شكمنې پېښې پرمهال يې افغان ځواكونه كورونه تالاشي كړي، نه بهرني ځواكونه.
علاوالدين دغه راز وويل: (( دا زموږ د سرتېرو په توان كې ده چې له بهرنيانو پرته عمليات وكړي.))
محمد طاهر د هلمند يو بل اوسېدونكى دى چې د افغانانو لخوا د عملياتو د ترسره كولو په اړه خوښ ښكاري: (( هغه شپې مې نه هېريږي چې امريكايانو به خلك په سپيو داړل خو اوس چې دا عمليات افغانان كوي، ملاتړ يې كوو.))
په ولسي جرګه كې د خوست ولايت استازى كمال ناصر اصولي هم د عملياتو د افغاني كېدو هركلى كوي او زياتوي چې د سولې او امنيت په راوستو كې به خورا ښه اغېز ولري: (( خو له امريكايانو او ناټو څخه غواړو چې د افغان ځواكونو د پياوړتيا لپاره لازم او چټك اقدامات وكړي.))
په ولسي جرګه كې د كندهار د خلكو استازى ډاكټرمحمود خان بيا د امريكايانو لخوا د لاسليك شوې موافقې عملي بڼې ته د شك په سترګه ګوري: (( زه باوري نه يم چې امريكايان به په ياد تړون وفا وكړي، دا ځكه چې دوى ډېرى وخت خپلې ژمنې ماتې كړې دي او دا عمليات د هغو ځواكونو لخوا ترسره كول غواړي، چې دي افغانان، خو دوى په خپلو مركزونو كې ساتلي دي.))
د امريكايانو لخوا افغانانو ته د شپنيو عملياتو د واك د سپارلو په اړه يو شمېر نظامي كارپوهان هم بېلابېل نظرونه لري.
د نظامي چارو كارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، كه چېرې افغان امنيتي ځواكونه ښه سمبال او كافي روزنه وركړل شي، د شپې د عملياتو د ترسره كولو وړتيا لري.
خو د طاقت په وينا، بهرنيان دې د افغان ځواكونو په پياوړې كېدو كې خپلو مرستو ته دوام وركړي.
د نظامي چارو بل كارپوه جنرال عبدالباري عارض كه څه هم د افغان ځواكونو لخوا د شپې له مخې عملياتو ترسره كول ګټور بولي، خو د وړتياوو او سمبالښت په اړه يې ټينګار كوي.
د جنرال عارض په وينا د ياد شوي تړون پر اساس به بيا هم د افغان ځواكونو ترڅنګ د امريكا استخبارات خپلو نظامي او استخبارتي مرستو او همكاريو ته دوام وركوي.
عارض زياتوي: (( افغان امنيتي ارګانونه خپلې ادارې نه شي ساتلى نو څنګه كولى شي چې په هغو سيمو كې عمليات وكړي چې خطر په كې موجود وي، نو زما په اند امريكايي استخبارات يا سي اى اې به په داسې عملياتو كې د افغان ځواكونو سره خپلې مرستې جاري وساتي.))
خو د دفاع وزرات وياند جنرال ظاهر عظيمي ډاډ څرګندوي چې افغان امنيتي ارګانونه دې ته چمتوالى لري چې سر له اوسه په خپلواكه توګه د شپې عمليات وكړي: (( زه ډاډ دركوم چې افغان ځواكونه ښه وړتيا لري په يوازې توګه عمليات ترسره كولى شي.))
د جمهوري رياست وياند ایمل فیضي په خبره، دا موافقه د وري د مياشتې له شلمې واجب الاجرا ده، خو پوښتنه دا ده چې ایا په دغه انتقال به د ملکي وګړو مرګ ژوبله راکمه شي؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


