ads

بنديزونو د لويديځ اقتصاد زيانمن كړى نه د ايران

د ایران د تېلو وزیر رستم قاسمي وايي، چې د لویدیزو هېوادونو لخوا د ایران پر تېلو له بندیز سره سره، د ایران د تېلو صادرات کم شوي نه دي. نوموړي زیاته کړه، د دغو بندیزونو له امله خپله د لویدیځ اقتصاد ته زیان رسېدلی، نه د ایران. د ایران د تېلو وزیر رستم قاسمي […]

نویسنده: TKG
29 وری 1391
بنديزونو د لويديځ اقتصاد زيانمن كړى نه د ايران

د ایران د تېلو وزیر رستم قاسمي وايي، چې د لویدیزو هېوادونو لخوا د ایران پر تېلو له بندیز سره سره، د ایران د تېلو صادرات کم شوي نه دي. نوموړي زیاته کړه، د دغو بندیزونو له امله خپله د لویدیځ اقتصاد ته زیان رسېدلی، نه د ایران.

د ایران د تېلو وزیر رستم قاسمي وايي، چې د لویدیزو هېوادونو لخوا د ایران پر تېلو له بندیز سره سره، د ایران د تېلو صادرات کم شوي نه دي.

نوموړي زیاته کړه، د دغو بندیزونو له امله خپله د لویدیځ اقتصاد ته زیان رسېدلی، نه د ایران.

د ایران د تېلو وزیر له ایراني تلوېزيون پرېس ټي وي سره په خبرو کې وویل، چې سعودي عربستان نه شي کولای د اوږدې مودې لپاره نړیوالو ته تېل ورسوي.

هغه په ورته وخت کې دا هم وویل، چې که لویدیځ هېوادونه د ایران پر وړاندې خپل دښمنانه سیاستونه پرېږدي، نو دوی حاضر دي، چې بېرته د تېلو صادرات پیل کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA