ads

سوډان د جنوبي سوډان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي

د ملګرو ملتو سازمان ویلي چې سوډان د جنوبي سوډان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي. د یاد سازمان پر وینا چې په دې وروستیو کې د سوډان دوو جنګي الوتکو پر جنوبي سوډان څلور توغندي توغولي چې له امله یی لږ تر لږه یو تن وژل شوی. د ملګرو ملتو سازمان ویلي چې سوډان […]

نویسنده: TKG
28 وری 1391
سوډان د جنوبي سوډان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي

د ملګرو ملتو سازمان ویلي چې سوډان د جنوبي سوډان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي.
د یاد سازمان پر وینا چې په دې وروستیو کې د سوډان دوو جنګي الوتکو پر جنوبي سوډان څلور توغندي توغولي چې له امله یی لږ تر لږه یو تن وژل شوی.

په ورته وخت کې د جنوبي سوډان ځايي چارواکي هم وايي چې د سوډان الوتکو پر «مایوم» ښار د بمبارد پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ خلک وژلي.

سوډان لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې د سوډان او جنوبي سوډان تر منځ د نښتو دا لړۍ وروسته تر هغې وغزیده چې د تیرې سه شنبې پر ورځ جنوبي سوډان د هیګلیک پر نفتي سیمو ولکه ټینګه کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA