ads

غور کې وسله والې ډلې حکومت کوي

د هېواد په لوېدیځ كې غور ولايت هغه سيمه ده چې اوسېدونكي يې د وسله والو ډلو له شتون څخه نور پوزې ته راغلې دي. د دوی په خبره غور د خپلسرو وسله والو ډلو ټپلو د تضادونو او تربګنیو په یوه ستر مرکز بدل شوی دی. د هېواد په لوېدیځ كې غور ولايت هغه […]

نویسنده: TKG
27 وری 1391

د هېواد په لوېدیځ كې غور ولايت هغه سيمه ده چې اوسېدونكي يې د وسله والو ډلو له شتون څخه نور پوزې ته راغلې دي. د دوی په خبره غور د خپلسرو وسله والو ډلو ټپلو د تضادونو او تربګنیو په یوه ستر مرکز بدل شوی دی.

د هېواد په لوېدیځ كې غور ولايت هغه سيمه ده چې اوسېدونكي يې د وسله والو ډلو له شتون څخه نور پوزې ته راغلې دي.

د دوی په خبره غور د خپلسرو وسله والو ډلو ټپلو د تضادونو او تربګنیو په یوه ستر مرکز بدل شوی دی.

د غور د مرکز چغچران ښار اوسېدونکي ادعا کوي چې له دغو وسله والو څخه نه یوازې یو شمېر جګپوړې دولتي کړۍ ملاتړ کوي، بلکې د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ملاتړ هم له ځانه سره لري.

د مرکز چغچران یو تن اوسېدونکی محمد جمال په همدې عقیده دی، نوموړی وايي چې دغه ډلې په مستقيم ډول د ايران او پاكستان له لوري اداره كېږي او پر دولتي تاسيساتو او بهرنيو ځواكونو بريدونه هم كوي.

د غور د پسابند ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۸ کلن محمد رضا هم په سیمه کې د خپلسرو وسله والو ګروپونو له فعالیت څخه په وېره کې دی.

نوموړی وايي چې د دغو ډلو ټپلو زور دومره بر دی چې ان دولتي ادارې یې تر اغېزې راغلي دي.

د محمد رضا په خبره که چېرې په دغه ولایت کې د ناقانونه ټوپکوالو ډلو ټپلو فعالیتونه مهار نه شي، ښايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د فعالیت  زمینه نوره هم پراخه شي: (( غور له هلمند او بادغیس ولایتونو سره پوله لري، نو که دا ناقانونه ډلې وي، طالبان به هم په کې پراخ نفوذ پیدا کړي، همدا اوس هم طالبان شته دي.))

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم د دغه ولایت په ډېری ولسوالیو  کې د نامسووله وسله والو ډلو ګواښونه تاییدوي.

نوموړی وايي چې يو شمېر دولتي چارواكي له دغو وسله والو څخه ملاتړ كوي، خو څوک یې په ګوته نه کړل.

خطیبي وايي چې دغه وسله والې ډلې کله ناکله په خپلو کې هم سره اخته کېږي، خو په خبره یې په عمومي کچه د ولایت ثبات ننګوي.

د غور والي هم د يوه سفر په ترڅ كې چې څه وخت وړاندې يې هرات ولايت ته درلود، كليد ته ویلي وو چې (( د دغه ولايت په يو شمېر سيمو كې د لسګونه غير مسوولو وسله والو شتون نه يوازې دا چې دوی ته اندېښنې جوړې کړې، بلکې امنیت یې هم خراب کړی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې د کلید ګروپ د یوه بل راپور له مخې چې د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب په ۲۰مه نېټه خپور شوی دی، څرګندیږي چې د خپلسره وسله والو ډلو او طالبانو د ګواښونو په نتیجه کې د غور په شپږو ولسوالیو کې د محاکمو فعالیت هم په ټپه درېدلی دی.

د دغه راپور په حواله د غور ولایت چهارسده، دولینه، شهرک، پسابند، ساغر او تیوره هغه ولسوالۍ دي چې د ۱۳۹۰ کال د سنبلې له لومړۍ په کې د محاکمو دفترونه تړلي دي.

دا خبر د غور ولایت د استیناف محکمې رئیس عبیدالله تایید کړی او کلید ته یې ویلي وو چې دا کار دوی د ناامنۍ له کبله کړی دی، ځکه په خبره یې قاضیان به د ټوپکیانو له خوا ګواښل کېدل.

د غور ولایت د بشري حقونو کمسیون د سیمه ییز دفتر مشر جواد رضايي هم دا موضوع تایید کړې وه.

نوموړي ویلي و چې د تېر کال په اوږدو کې له دوی سره شاوخوا ۷۳ قضیې د وژنې په ارتباط ثبت شوې چې اکثرا د زورواکو او وسله والو کسانو له لوري رامنځته شوي دي.

خو د غور د والي د وياند وايي چې د ناامنۍ او وسله والو ډلو د فعالیت د راکابو کولو لپاره یې په ولایت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو يو كنډك ځاى پر ځاى کړی دی.

که څه هم د دغه کنډک له چارواکو سره په مرکې ونه توانېدو، خو مسوولین هیله څرګندوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدامات په تېره بیا د سرتېرو د تشکیلاتو لوړولو او تجهیز ته به پام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA