ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو يوه څارونکې شپږ کسيزه ډله نن په سوريه کې د اوربند څارنې لپاره هغه هېواد ته ولاړه شي. د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون هم ويلي، چې دی به د روانې اونۍ تر پايه د شاوخوا ۲۵۰ کسانو يوې بلې ډلې استولو وړانديز هم مطرح کړي.
ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو يوه څارونکې شپږ کسيزه ډله نن په سوريه کې د اوربند څارنې لپاره هغه هېواد ته ولاړه شي.
د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون هم ويلي، چې دی به د روانې اونۍ تر پايه د شاوخوا ۲۵۰ کسانو يوې بلې ډلې استولو وړانديز هم مطرح کړي.
سوريې ته د ملګرو ملتونو دا لومړنۍ څارونكې ډله وروسته له هغې استول کېږي، چې د امنيت شورا پرون د شنبې په ورځ دا پرېکړه ليک تصويب کړ.
په سوريه کې د اوربند وړانديز څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو او افريقايي ټولنې د ځانګړي استازي کوفي عنان لخوا شوی و، خو ځېنې ځايي فعالان وايي، چې لا هم په ځېنو سيمو کې دا طرحه نه ده عملي شوي او جګړه دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


