د سوډان او جنوبي سوډان تر منځ پیل شوې نښتې لا هم دوام لري، چې له كبله يې د مرګ ژوبلې د رامنځته كېدو ادعاوې هم كېږي. د جنوبي سوډان مرستیال جمهور رئيس ریک میچر بي بي سي ته ویلي، چې د سوډان جنګي الوتکو په بنیتو ښار کې د خوراکي توکو یو پلورنځی په نښه
د سوډان او جنوبي سوډان تر منځ پیل شوې نښتې لا هم دوام لري، چې له كبله يې د مرګ ژوبلې د رامنځته كېدو ادعاوې هم كېږي.
د جنوبي سوډان مرستیال جمهور رئيس ریک میچر بي بي سي ته ویلي، چې د سوډان جنګي الوتکو په بنیتو ښار کې د خوراکي توکو یو پلورنځی په نښه کړی او ۵ تنه یی وژلي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتو سازمان هم ورته راپورونه خپاره کړي دي.
بلخوا بیا په لندن کې د سوډان سفیر « عبدالله العزرق» وايي، چې د دوی الوتکو ولسي وګړي نه دي په نښه کړي.
د سوډان او جنوبي سوډان تر منځ پر سرحدي سیمو له څو اونیو راهیسې په داسې حال کې جګړه دوام لري، چې افریقايي ټولنې او ملګرو ملتونو يې څو څو ځلې د بندولو غوښتنه کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


