انډونيزيايي چارواکو ويلي، د هغو لسګونو افغانانو بېړۍ، چې غوښتل يې د اسټراليا په لور ولاړه شي ډوبه شوې، خو له وېرو سره سره دغه کسان لا هم ژوندي پاتې دي.
انډونيزيايي چارواکو ويلي، د هغو لسګونو افغانانو بېړۍ، چې غوښتل يې د اسټراليا په لور ولاړه شي ډوبه شوې، خو له وېرو سره سره دغه کسان لا هم ژوندي پاتې دي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرچينې له پېښې ځان خبر ښيي او زياتوي، چې د ورکو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي، خو د زياتو جزياتو له ورکولو ډډه کوي.
انډونيزيايي چارواکو ويلي، چې له پلټنو سره سره د بېړۍ څرک نه دى لګېدلى.
ويل کېږي، چې د الوتکو په وسيله هم لټون شوى، خو کومه پايله يې نه درلوده.
شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هم لسګونه کسان، چې غوښتل يې ځان اسټراليا ته ورسوي، بېړۍ يې له ډبېدو وژغورل شوه، چې په کې سپاره ډېرى کسان يې افغانان وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


