د سوریی لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي کوفي عنان ایران ته پخپل سفر کې نن تر غرمې مخکې د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
دواړو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په سوریه کې د روان کړکیچ پر حل کیدو ټینګار وکړ.

د سوریی لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي کوفي عنان وویل چې ایران له سوریی سره نږدې اړیکي لري او تمه یی وښوده چې د روان کړکیچ په حلولو کې به جدي هلې ځلې کوي.
ټاکل شوې چې نوموړي پخپل دې سفر کې د ایران له ولسمشر محمود احمدي نژاد او یو شمیر نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره هم وګوري.
کوفي عنان ایران ته په داسې حال کې دا سفر وکړ چې تیره ورځ د نوموړي لخوا د هغه ضرب الاجل نیټه پای ته ورسیده چې په سوریه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د اوربند غوښتنه په کې شوې وه.
د سوریی دولت هم دغه طرحه چې د چین او روسیی ملاتړ ورسره وو، منلې وه، او ټاکل شوې وه چې پرون د سه شنبې پر سهار د سوریی پوځ له ښاري سیمو ووځي، خو ښاغلی عنان وايي چې لا هم دا طرحه په بشپړه توګه نه ده عملي شوې.
ویل کیږي چې کوفي عنان به پخپل دې سفر کې له ایراني چارواکو وغواړي تر څو د سوریی ولسمشر بشارالاسد د سولې وړاندې کړې طرحې منلو ته راضي کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ