ads

کلینتن” د توغندیو توغول د سیمې د امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پرون د سه شنبې پر ورځ وویل چې که شمالي کوریا د خپل ولس لپاره سولیز او بهتر راتلونکی غواړي نو باید د لرې واټن توغندیو له توغولو لاس واخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پرون د سه شنبې پر ورځ وویل چې که […]

نویسنده: TKG
23 وری 1391
کلینتن” د توغندیو توغول د سیمې د امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پرون د سه شنبې پر ورځ وویل چې که شمالي کوریا د خپل ولس لپاره سولیز او بهتر راتلونکی غواړي نو باید د لرې واټن توغندیو له توغولو لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن پرون د سه شنبې پر ورځ وویل چې که شمالي کوریا د خپل ولس لپاره سولیز او بهتر راتلونکی غواړي نو باید د لرې واټن توغندیو له توغولو لاس واخلي.

د نوموړې پر وینا د دغه توغندیو توغول د سیمې د امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې میرمن سوزان رایس هم ټینګار وکړ چې که شمالي کوریا دا توغندی وتوغوي، نو د امنیت شورا باید په چټکۍ سره یی پر وړاندې غبرګون وښۍ.

نوموړې زیاته کړه چې د دغې شورا غړو په دې اړه وار له مخې خبرې اترې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د دغو توغندیو پر سولیزوالي ټینګار کوي او وايي چې د روانې اپریل میاشتې له ۱۲ تر ۱۶ نیټې پورې به یی وتوغوي.

دوی وايي چې دا توغندی فضا ته سپوږمکۍ استونکی توغندی دی، نه د لرې واټن ویشتونکی هغه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA