ads

نايجيريا كې چاودنې ۳۸ تنه ووژل

د نایجيریا په شمالي ښار کادونا کې د یوه موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي دي. ځايي چارواکي وايي، دغه چاودنه پرون یوې کلیسا ته نږدې رامنځ ته شوې او ګڼ کسان یی ژوبل کړي هم دي. د نایجيریا په شمالي ښار کادونا کې د یوه موټر بم چاودنې […]

نویسنده: TKG
21 وری 1391
نايجيريا كې چاودنې ۳۸ تنه ووژل

د نایجيریا په شمالي ښار کادونا کې د یوه موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي دي. ځايي چارواکي وايي، دغه چاودنه پرون یوې کلیسا ته نږدې رامنځ ته شوې او ګڼ کسان یی ژوبل کړي هم دي.

د نایجيریا په شمالي ښار کادونا کې د یوه موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، دغه چاودنه پرون یوې کلیسا ته نږدې رامنځ ته شوې او ګڼ کسان یی ژوبل کړي هم دي.

د عیني شاهدانو په وینا، ډیری وژل شوي او ژوبل کسان ملکي وګړي او خیرټولونکي دي.

تر دې دمه د چاودنې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو چارواکي شک ښيي، چې ښایی د بوکوحرام ډلې لخوا ترسره شوې وي.

بوکوحرام په نایجيریا کې یوه اسلامپاله ډله ده، چې په دې هېواد كې په ګڼو بريدونو او ورته پېښو كې په لاس لرلو تورنه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA