ads

ماینونه هره میاشت ۴۰ تنه قرباني کوي

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یو جدي ګواښ دى چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي. د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یو جدي ګواښ دى چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ […]

نویسنده: TKG
21 وری 1391

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یو جدي ګواښ دى چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي.

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یو جدي ګواښ دى چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي.

تېر کال په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو په برخه کې ۴۵ ملیونه ډالره لګول شوي، خو افغان دولت او په افغانستان کې د ماین پاکۍ نورې موسسې وایي د ماینونو د خطر له منځه وړل نورې بودجې ته اړتیا لري.

د ام ډي سي، ماین پاکولو موسسې مشر شهاب حکیمي له مرستنديو هېوادونو څخه د مرستو د دوام غوښتنه کوي.

حکيمي وايي که چېرې مرسته کوونکي هېوادونه د پخوا په څېر زموږ سره مرسته وکړي او هغه ملتونه چې د اوټاوا د کنوانسیون غړیتوب لري او د ماین پاکۍ پروګرام په برخه کې زموږ غوښتنه ومني، نو تر راتلونکو لسو کلونو پورې به ښایې په افغانستان کې دا ستونزې اوارې شي.

له بل لوري د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ چارو د همغږۍ ادارې مشره ابیګیل هارتلي وایي په دې وروستیو کې افغان چارواکو دغې ادارې ته یو غوښتنلیک سپارلی او ژمنه یې ورسره کړې چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په افغانستان کې له ماینونو ډکې سیمې پاکوي.

د ماین پاکۍ د موسسو د شمېرو له مخې تر دې مهاله د افغانستان څه باندې ۲۰۰۰ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو پاکه شوې او په ۶۸۵ کیلو متره مربع سیمه کې لا هم ناچاودېدلي ماینونه شته.

د ماین پاکۍ د موسسو د معلوماتو له مخې په هېواد کې موجود ماینونه اوس هم هره مياشت په منځنۍ کچه ۴۰ تنو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

د ماین پاکولو د موسسو غړي وايي كه څه هم د ملګرو ملتونو په مرسته په ۱۹۸۹ میلادي کال د ماين پاكۍ كار پیل شوى، خو اوس هم د هېواد په ډېری سیمو کې ماینونه قربانیان لري.

سور صلیب يوازينۍ اداره ده چې د دې مركز د اورتوپیدي څانګې ته اوس هم هره ورځ په لسګونه معلول کسان د دې لپاره روان وي، څو د بدن مصنوعي غړي ورته جوړ کړي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی ۳۶ کلن غلام صدیق چې خپله ښي پښه یې د ماین په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړې کلید ته وویل چې دغه مرکز ته یې د مصنوعي پښې د جوړولو په هدف مراجعه کړې ده: (( مازیګر ناوخته مې د غره په لمن کې سرګړي( یو ډول غریز واښه دي) کول چې ناڅاپه درز شو.))

هغه وايي، ده فکر نه کاوه چې خپله پښه به له لاسه وركوي:(( كله چې په سد شوم، په روغتون کې وم او پښه مې له زنګانه ښکته نه وه، خدای شته هغه وخت راته ډېر دردوونکی تمام شو، ویل مې چې خدایه یو غریبي شي او بل په داسې لانجه واوښتې، خو بیا هم صبر به کوو، څه چې د الله رضا وي.))

په همدې مركز كې د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن بازمحمد هم د مصنوعې پښې د جوړولو لپاره راغلى دى.

نوموړى وايي چې خپلې دواړه پښې یې د ماین د چاودنې له کبله له لاسه ورکړې دي:((کله مې چې د غنمو ګېډۍ په شا کړه او روان شوم، ناڅا په مې درز ترغوږ شو بیا په ځان  نه یم پوهېدلی چې څه راپېښ شول.))

له بلې خوا عام خلك او ځينې شنونكي وايي چې ماين پاكوونكي ډېرى وخت په هغه سيمه كې كار كوي چې ماينونه په كې شتون نه لري.

د دوى په وينا ډېرى سروېګانې هم په همدې سيمو كې كېږي چې له  ماينونو پاكې شوې وي.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی د نوم  نه ښودلو په شرط وایي، هغه سیمې چې ماینونه په کې شته دي په نښه کېږي، خو کار په بل ځاى کې ترسره کېږي:((داسې سیمې شته چې هېڅ ماین په کې نشته، خو څلور ځلې یې پاکې کړې دي، هغه سیمې چې له ماینونو ډکې دي، نه انسان ورتلای شي او نه څاروي، هلته هېڅوک هم کار نه کوي، په نښه کېږي، خو دا څلورکاله کېږي چې کار په کې نه دی شوی.))

د نوموړي په خبره كه د ماين پاكۍ پروسې همداسې نيمكله روانې وي، نه يوازې دا چې ساحې به پاكې نه شي، بلكې د ډېرو خلكو ژوند به واخلي.

د پوځي چارو شنونكي هم په دې باور دي چې ماين پاكان په داسې سيمو كې كار كوي چې له ماينونو پاكې شوې وي او دوى په كې بيا بيا په كار بوخت وي.

جنرال عتيق الله امرخيل كليد ته وویل، ډېرى داسې سمې ليدل شوي چې له ماينونو پاكې اعلان شوي، خو په خبره يې كله چې كوچيان يا د سيمې اوسېدونكي ورغلي په ماينونو برابر شوي او مرګ ژوبله ور اوښتې: (( دا د دې ښکارندویي کوي چې دوى صادقانه كار نه کوي، حتی خلک شکایت کوي چې دوى په سیمو کې تش په نوم خیمې وهلي او کار یې نه دی کړی.))

د یادونې وړ ده چې د اوتاوا  د تړون له مخې چې په ۱۹۹۷ م کال کې لاسلیک شوی او د افغانستان په ګډون یې ۱۵۶ هېوادونه غړيتوب لري، ويل شوي چې افغانستان به د ٢٠١٣ کال د مارچ تر مياشتې پورې له ماينونو پاک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA