په کندهار کې په لومړي ځل د روغتياپالانو د ظرفيت د لوړاوي په موخه روزنيز مرکز جوړ شو. دغه مركز چې د كندهار د عامې روغتيا په رياست كې جوړ شوى، ١٢ برخې لري او ٨٩ ښوونکي پکې په دنده ګمارل شوي دي.
په کندهار کې په لومړي ځل د روغتياپالانو د ظرفيت د لوړاوي په موخه روزنيز مرکز جوړ شو.
دغه مركز چې د كندهار د عامې روغتيا په رياست كې جوړ شوى، ١٢ برخې لري او ٨٩ ښوونکي پکې په دنده ګمارل شوي دي.
په ياد مرکز کې به د کندهار ترڅنګ د هلمند، اروزګان، زابل او نيمروز ولايتونو هغه روغتيايې کارکوونکي، چي وړاندې به د ظرفيت د لوړاوي په موخه مرکز کابل ته تلل اوس به دلته په کندهار کې په خپلو اړوندو برخو كې د مجربو ښوونکو لخوا روزل کېږي.
د کندهار د عامي روغتيا رياست رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل، وړاندي مو هم په دوو کلونو کې د جنوب لويديزې حوزې په کچه د ١٢٠٠ په شاوخوا کې روغتيايي کارکوونکي (ډاکټران ) روزلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار د عامي روغتيا رياست مسولين پر وزارت نيوکه کوي، چي کندهار ته هېڅ پاملرنه نه کوي او کوم کارونه، چي يې د روغتيا په برخه کې کړي هغه يي د يو شمېر نورو بهرنيو موسېستو په مالي مرسته تر سره کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

