له نړیوال مخالفت سره سره بيا هم شمالي کوریا اعلان کړی، چې د روانې اپریل میاشتې له ۱۲ تر ۱۶ مې نیټې پورې به خپل لرې واټن ویشتونکي توغندي فضا ته استوي.
له نړیوال مخالفت سره سره بيا هم شمالي کوریا اعلان کړی، چې د روانې اپریل میاشتې له ۱۲ تر ۱۶ مې نیټې پورې به خپل لرې واټن ویشتونکي توغندي فضا ته استوي.
په ورته وخت کې د جنوبي کوریا چارواکي وايي، چې د سپوږمکیو نوي انځورونه ښيي، چې شمالي کوریا پتیلې، څو خپله درېیمه اټومي ازموینه ترسره کړي.
له هغه مهاله، چې کیم جونګ اون د شمالي کوریا مشر شوی، نو د دغه هېواد اټومي فعالیتونه د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې له سختې څارنې لاندې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

