پاکستاني پوځي چارواکي وايي ، چې نن دريمه ورځ هم دهغو ۱۳۵ سرتېرو په لټه پسې علميات روان دي، چې وړمه ورځ په سياچن کې د واورې ښوېدنې په پېښه کې ترې لاندې شوي دي.
پاکستاني پوځي چارواکي وايي ، چې نن دريمه ورځ هم دهغو ۱۳۵ سرتېرو په لټه پسې علميات روان دي، چې وړمه ورځ په سياچن کې د واورې ښوېدنې په پېښه کې ترې لاندې شوي دي.
د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اطهر عباس رسنيو ته ويلي، چې پرون د دې هېواد د وسله والو ځواکونو مشر جنرال اشفاق کياني هم سکهردو ته سفر کړی او په دې تړاو يې په عملياتو کې برخه اخيستونکو سرتېرو ته سپارښتنه وکړه.
له دې سره هم مهاله د امريکا د متحده ايالاتونو يوه اته كسه ييزه ژغورونکې ډله هم پاکستان ته رسېدلې ترڅه د دغه سرتېرو په راويستلو کې مرسته وکړي.
بايد وويل شي، چې ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم په دې برخه کې د مرستې وړانديز کړی، خو پاکستاني چارواکي وايي، چې په دې اړه به له مشورو وروسته د دوى وړانديز ومني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


