افغان حكومت په داسې حال كې له امريكا د ستراتيژيك تړون په اړه د جزئياتو غوښتنه كوي چې په ورته وخت كې د امريكا سفير وايي، كه بهرني ځواكونه له وخت مخکې له افغانستان څخه ووځي، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د القاعدې په پټنځاى بدل شي.
افغان حكومت په داسې حال كې له امريكا د ستراتيژيك تړون په اړه د جزئياتو غوښتنه كوي چې په ورته وخت كې د امريكا سفير وايي، كه بهرني ځواكونه له وخت مخکې له افغانستان څخه ووځي، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د القاعدې په پټنځاى بدل شي.
د جمهوررئيس کرزي وياند اېمل فیصي ويلي چې د ستراتيژيك تړون په اړه ځينې مسايل شته چې دوى ته يوه اندېښنه ده.
هغه زياتوي، دوى غواړي په دې وپوهېږي چې له ۲۰۱۴ م كال وروسته به په افغانستان کې د امريکايي څو پوځي اډې او څومره سرتيري موجود وي، د دوى ماموريت به څه وي او افغانستان به خپلو امنيتي ځواکونو ته له امريکا څخه څه ترلاسه کړي.
بل خوا په کابل کې د امريکا سفير رايان کراکر د بريتانيا چاپ ډېلي ټليګراف ورځپاڼې ته ويلي که چېرې لوېديځ افغانستان تر وخت مخکې پرېږدي، القاعده شبکه به دا توان پيدا کړي، چې دلته خپل حضور زيات کړي او دا ځل نه يوازې امريکا، بلکې نورو لوېديځوهېوادونو ته به هم ګواښ پېښ کړي.
په همدې حال كې يو شمېر سياسي او پوځي چارو افغان كارپوهان وايي چې كه امريكا د افغانستان په جګړه كې رښیتنې واى، نو اوس به دا جګړه پاى ته رسيدلې وه.
دغه كارپوهان زياتوي چې القاعده په افغانستان كې نشته او د القاعدې مشران په بل ځاى كې نيول كيږي، خو جګړه د القاعدې په نوم په افغانستان كې جريان لري.
د سياسي چارو كارپوه غلام جيلاني ځواك وايي يو شمير كړۍ په افغانستان كې شته چې داسې تبليغات كوي، څو له کوم شرط پرته د امریکا پوځي حضور ته ذهنونه اماده کړي.
د ځواک په خبره امریکا باید افغان حکومت د پوځي اډو د څومره والي اوڅرنګوالي په اړه شفاف معلومات ورکړي او که نه نو د مفهوم تړون لاسلیکېدل د افغانانو په ګټه نه دي.
ځواک ځکه دا خبره کوي چې په وینا یې د ابهام په صورت کې به د افغانستان جګړه نوره هم اوږده شي: (( په تېره بیا د کوم هدف لپاره چې افغانستان دا تړون امضا کوي هغه به هم ترلاسه نه شي.))
د نوموړي په عقیده د افغانانو عمده غوښتنه د جګړې پای دی، خو د دغه تړون په امضا سره جګړه ختمه نشي او طالبانو سولې ته حاضر نشي، بیا یې ګټه څه ده؟
د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل هم ورته اندېښنه لري او وايي چې غرب په تېره بیا امریکا د افغانستان پر وړاندې مبهم سیاست غوره کړی دی.
د امرخیل په خبره دا د تعجب وړ ده چې افغان حکومت د ستراتیژیک تړون په اړه تر یو کلنو خبرو اترو وروسته معلومات غواړي: (( له دې معلومېږي چې جزئيات يې روښانه نه دي، نو دوى په كوم شي كار كړى دى چې له يوې خوا وايي چې هوكړې ته نږدې شوي يو او له بل لوري بيا وايي چې جزئيات يې نه دي ورته معلوم.))
بل پلو د مشرانو جرګې غړى ګل احمد اعظمي وايي چې اوسمهال له امريكا سره د اوږد مهاله همكاريو د تړون لاسليك د دواړو هيوادونو په ګټه دي.
د مشرانو جرګې غړى وايي :(( د جمهوري رياست ماڼۍ او بل هر څوك بايد داسې څرګندونې ونه كړي چې په ياد ستراتيژيك تړون منفي اغيزې ولري.))
د مشرانو جرګې غړى ګل احمداعظمي زياتوي چې په دې اړه پرمختګونه شوي او په خبره يې چې د سولې د مشورتي جرګې غوښتنې عملي شوې دي او تقريبا امريكايانو هم دغه منلې دي: ((اوس زمينه د ياد تړون د لاسليك كولو لپاره ښه برابره ده.))
غوښتل مو چې په كابل كې د امريكا د سفير رايان كراكر د څرګندونو په اړه د افغان حكومت نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نشوو.
دا په داسې حال کې ده چې په ظاهره له امریکا سره د ستراتیژیک تړون امضال کېدلو، افغان حکومت د زندانونو د لېږد او شپې عملیاتو د بندیدو مسئلو ځنډولي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


