د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د کرنې لېسې لپاره جوړه شوې ودانۍ پرانيستل شوه. د دې ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسؤل محمداصف شينواري کليد سره خبرو کې وويل، چې پر يادې ودانۍ څلور اتيا زره ډالره لګښت راغلى او د
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د کرنې لېسې لپاره جوړه شوې ودانۍ پرانيستل شوه.
د دې ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسؤل محمداصف شينواري کليد سره خبرو کې وويل، چې پر يادې ودانۍ څلور اتيا زره ډالره لګښت راغلى او د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لګښت جوړه شوه.
شينواري زياته كړه، د ننګرهار په ديارلسو ولسواليو کې د پوهني رياست په چوکاټ کې د کرنې لېسې لري، چې په وينايې دا يې لومړنۍ هغه ده، چې ودانۍ ورته جوړېږي.
د ده په وينا، د روداتو ولسوالۍ د کرنې لېسه ټولې شپږ خونې لري، چې يوه يې د لابراتوار او پاتې نورې يې اداري او تدريسي خونې دي.
د پوهنې رياست دا چارواکى وايي، د ليسې يادې ودانۍ، چې د زده کوونکو لپاره ميز، څوکۍ او نور اړين توکي لري دجوړيدو کاريې دپنځو مياشتوپه موده کې بشپړشوي دي .
ده زياته كړه، په پلان کې لري، څو د روان ١٣٩١ لمريز کال په اوږدو کې د نورو ښوونځيو او د کرنې لېسو لپاره ودانې جوړې کړي.
د ننګرهار په مركز جلال اباد او ولسواليو کې ټول ٧٨٥ ښوونځي شته، چې د چارواکو په وينا، له ډلې يې نيمايي يا ودانۍ نه لري او که لري يې هم په اړينه کچه يې د زده کوونکو د سرپنا ستونزه نه ده هواره کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


