څو شېبې وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسۍ کې په يوه مسافر وړونکې موټر کې د چاودنې له كبله ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. ځايي چارواکي وايي، چې دغه چاودنه د خيبر ايجنسۍ په خرکي سيمه کې په يوه وايګن ډوله موټر کې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې ٦ تنه وژل
څو شېبې وړاندې د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسۍ کې په يوه مسافر وړونکې موټر کې د چاودنې له كبله ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ځايي چارواکي وايي، چې دغه چاودنه د خيبر ايجنسۍ په خرکي سيمه کې په يوه وايګن ډوله موټر کې رامنځته شوې، چې په پايله کې يې ٦ تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
په سيمه كې عيني شاهدانو هم د پېښې پخلى كړى او په اړه يې رسنيو ته ويلي،چې د پېښې ټپيان نږدې د جمردو دولتي روغتون ته لېږدول شوي، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
تراوسه د دې چاودنې مسؤليت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


