د پوهنې وزارت وايي چې تر راتلونكو دريو كلونو پورې به ټول هغه ماشومان چې ښوونځیو ته د تګ په شرایطو برابر دي، زده کړې وکړي. د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق وردګ چې تېره اوونۍ د نوي ښوونيز كال په پرانست غونډه كې خبرې كولې، وويل: تير كال اته اعشاريه څلور مليونه زده
د پوهنې وزارت وايي چې تر راتلونكو دريو كلونو پورې به ټول هغه ماشومان چې ښوونځیو ته د تګ په شرایطو برابر دي، زده کړې وکړي.
د پوهنې وزير ډاكټر غلام فاروق وردګ چې تېره اوونۍ د نوي ښوونيز كال په پرانست غونډه كې خبرې كولې، وويل: تير كال اته اعشاريه څلور مليونه زده كوونكي چې ۳۹ فیصده يې نجونې وې، ۶۰۰ زره د ليك او لوست د زده كړې شاګردان چې ۶۰ فیصده يې ښځې وې، د يو ۱۹۲ زره استادانو په مرسته چې ۳۱ فیصده يې مېرمنې وې په زده كړو بوخت وو.
وردګ زياته کړه چې په تير ښوونيز كال كې د ګڼو پرمختګونو تر څنګ يو لړ ستونزې هم موجودې وې.
د پوهنې وزير وايي چې د دوی ۴۱ په سلو کې ښوونکي مسلكي زده كړې لري.
د وردګ په خبره ۵۰ په سلو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او زده كوونكي يې په خيمو كې زده كړې كوي.
د نوموړي په وینا اوس هم د هېواد په ۹ ولايتونو كې ۵۵۷ ښوونځي د ناامنۍ او نورو علتونو له کبله تړلې دي: (( له دې کبله ۲۰۰ زره ماشومان له زده کړو بې برخې شوې دي.))
د وردګ د معلوماتو له مخې په تېر کال کې څلور اعشاريه دوه مليونه ماشومانو زده كړو ته لاس رسى نه درلود.
نوموړي زياته كړه چې لا تراوسه هم ۹ اعشاره پنځه مليونه هغه خلک چې عمرونه یې د پنځلسو او یا له هغه پورته دي د لیک او لوست له نعمت څخه بې برخې دي.
د هغه په خبره د هېواد له ۴۱۲ ولسواليو او ناحيو څخه په ۱۵۹ كې یې له لسم ټولګي پورته د نجونو شموليت نشته او همداراز په ۲۳۰ سیمو کې يوه ښځينه ښوونكې چې لږ تر لږ د ۱۴ ټولګي فارغه وي، نه ترسترګو کېږي.
په همدې حال كې جمهور رئيس كرزي د ښوونیز کال په پرانست غونډه کې يو ځل بيا د دولت په وسله والو مخالفينو غږ وكړ چې ښوونځي دې نه تړي او زده كوونكو او استادانو ته دې نور زيان نه رسوي:((زه په ټولو وسله والو مخالفينو په ځانګړې توګه په طالبانو غږ كوم او دا لس كاله مې پرې غږ كړى چې دا ښوونځي د دوى په نامه تړل كيږي چې دا كار دې نه كوي.))
جمهور رئيس کرزي زياته كړه چې دا له افغانستان، افغانانو او اسلام سره دښمني ده.
بل پلو د ولسي جرګې د ديني، فرهنګي چارو، پوهنې او لوړو زده كړو د كمسيون مرستيال خليل احمد شهيد زاده وايي چې ښوونځي بايد يوه ارامه او له سياست څخه خالي فضا ولري: ((په هېواد كې د جنګ او تاوتريخوالي پاى ته رسيدل يوازې د دې وطن د اولاد په روزنې سره كېداى شي. ))
په ورته وخت كې د جنوبي ولايتونو يو شمېر اوسيدونكي وايي چې د پخوا په پرتله اوس په جنوبي سیمو كې پوهنې پرمختګ كړى، خو په خبره يې چې دا پرمختګ بسنه نه كوي.
د هلمند ولايت د ولايتي شورا منشي عطاءالله افغان وايي چې په جنوبي ولايتونو كې زده كوونكي لاهم له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
د نوموړي په خبره ډېرى زده كوونكي كتابونه نه لري او اوس هم يو شمېر ښوونځي د زده كوونكو په مخ تړل شوي دي: ((په ناوې ولسوالۍ كې اوس هم ۱۱ ښوونځي د زده كوونكو په مخ تړلې دي.))
نوموړى زياتوي چې په نوزاد، موسى كلا او داسې نورو لرې پرتو ولسواليو كې هم زده كوونكي د پوهنې په برخه كې ورته ستونزې لري.
افغان همدارنګه زياته كړه چې د هلمند په مركز كې هم لكه څرنګه چې خلكو غوښتل، هغسې يې ستونزې نه دي اوارې شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


