د جنوبي کوریا چارواکو پرون د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له امریکا سره د خپلې همکارۍ د دوام په موخه له ایرانه د اومه تېلو واردات کموي. د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وايي تمه لري، چې د راتلونکې جون میاشتې تر وروستیو پورې له ایران څخه د اومه تېلو د وارداتو کمولو په اړه له امریکا
د جنوبي کوریا چارواکو پرون د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له امریکا سره د خپلې همکارۍ د دوام په موخه له ایرانه د اومه تېلو واردات کموي.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وايي تمه لري، چې د راتلونکې جون میاشتې تر وروستیو پورې له ایران څخه د اومه تېلو د وارداتو کمولو په اړه له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
جنوبي کوریا د ایران د اومه تېلو څلورم ستر پېرېدونکی هېواد دی.
ویل کېږي، چې که جنوبي کوریا له ایرانه د تېلو واردول بند نه کړي، نو ښايي د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.
د ویلو ده، چې امریکا او اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې د ایران د اټومي پروګرام له امله د نړۍ پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې له دغه هېواده د تېلو له پېرېدلو لاس واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


