ads

ایران ته وركړل شوى وخت د ختمېدو په حال کې دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې اعلان وکړ، چې د ایران او پنځه جمع یو ډلې تر منځ کېدونکي مذاکرات به د روانې اپریل میاشتې په ۱۳مه د ترکي په استانبول ښار کې ترسره شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې اعلان وکړ، چې د ایران او پنځه جمع یو ډلې تر منځ کېدونکي مذاکرات […]

نویسنده: TKG
13 وری 1391
ایران ته وركړل شوى وخت د ختمېدو په حال کې دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې اعلان وکړ، چې د ایران او پنځه جمع یو ډلې تر منځ کېدونکي مذاکرات به د روانې اپریل میاشتې په ۱۳مه د ترکي په استانبول ښار کې ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې اعلان وکړ، چې د ایران او پنځه جمع یو ډلې تر منځ کېدونکي مذاکرات به د روانې اپریل میاشتې په ۱۳مه د ترکي په استانبول ښار کې ترسره شي.

نوموړې دغه اعلان پرون سعودي عربستان ته د خپل سفر پرمهال وكړ.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې هیلري کلنټن اعلان وکړ، چې دواړو غاړو پر یادې نیټې د مذاکراتو د پیلولو هوکړه کړې.

مېرمن کلنټن په ورته وخت کې خبرداری ورکړ، چې د ایران اټومي لانجې د موضوع حلولو لپاره وخت د ختمېدو په حال کې دی او د دا راز چانسونو دروازې د تل لپاره خلاصې نه وي.

د اټومي لانجې پر سر د دواړو غواړو تر منځ وروستۍ خبرې اترې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې په استانبول کې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA