د امريکا نامتو سياستوال او سناتور جان کيري ويلي، چې اټومي وسلو ته د ايران د لاس رسي مخنيوی د متحده ايالاتو د بهرني سياست مخې ته يوه جدي ننګونه ده.
د امريکا نامتو سياستوال او سناتور جان کيري ويلي، چې اټومي وسلو ته د ايران د لاس رسي مخنيوی د متحده ايالاتو د بهرني سياست مخې ته يوه جدي ننګونه ده.
نوموړي، چې پرون د چارشنبې په ورځ د امريکا په مشرانو جرګه کې خبرې کولې، پر ايران د اسرائيلو احتمالي برید ته په اشارې سره وويل، كله چې د لوړ پوړو چارواکو تر منځ خبرې اترې نه ترسره کېږي، نو د بريد احتمال هم لرې خبره نه ده.
امريکايي چارواکي دا ډول څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ايران تل په دې خبرې ټينګار كړى، چې اټومي پروګرام يې د سوله ييزو موخو لپاره دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

