ads

کوچیان ګرځنده زده کړې غواړي

د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره جوخت کوچیان وايي، حکومت د دوى لیک لوست ته هېڅ پام نه دی کړی، خو د پوهنې وزارت چارواکې ادعا كوي چې له دې وروسته به د کوچیانو لپاره د منظمو پروګرامونو په جوړولو دوى ته د ليک لوست ګرځنده، نيمه او ثابت ټولګي جوړ كړي. د نوي […]

نویسنده: TKG
9 وری 1391
کوچیان ګرځنده زده کړې غواړي

د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره جوخت کوچیان وايي، حکومت د دوى لیک لوست ته هېڅ پام نه دی کړی، خو د پوهنې وزارت چارواکې ادعا كوي چې له دې وروسته به د کوچیانو لپاره د منظمو پروګرامونو په جوړولو دوى ته د ليک لوست ګرځنده، نيمه او ثابت ټولګي جوړ كړي.

د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره جوخت کوچیان وايي، حکومت د دوى لیک لوست ته هېڅ پام نه دی کړی، خو د پوهنې وزارت چارواکې ادعا كوي چې له دې وروسته به د کوچیانو لپاره د منظمو پروګرامونو په جوړولو دوى ته د ليک لوست ګرځنده، نيمه او ثابت ټولګي جوړ كړي.

د كوچيانو په خبره دولتي چارواكي په دې لاره كې ژمنې ورسره كوي، عملي كوي يې نه، خو د پوهنې وزارت چارواکې بيا وايي چې کوچیان په یوه ځای کې مېشت نه دي، له دې کبله ۹۸ فیصده کوچي ماشومان د لیک او لوست د زده کړې د یوه منظم سیستم له نشتوالي سره مخامخ دي.

د کوچیانو د جنوب غرب حوزې مسؤل او د هرات ولایت د کوچیانو امر حاجي محمد عارف اسحاق زی وایي: ((یوه لیسه او لیلیه جمهور رئیس کرزي کوچیانو ته په هرات ولایت کې منظوره کړې ده، خو هیڅ کار یې تر اوسه نه دی شوی.))

اسحاق زی زیاتوي: (( اصلاً له کوچیانو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې هیڅ مرسته نه ده شوې.))

نوموړي دا هم وويل چې دوى په  لومړي قدم کې د کوچیانو لپاره دیني مدرسې غواړي: ((موږ په شلو کلیو یو ملا نه لرو،  موږ ته باید دیني مدرسي جوړې شې.))

په ورته مهال د کوچیانو د چارو د سمون لوی او مستقل رئیس عزت الله احمدزى بیا وایي، دا مهال کوچیان شاوخوا ۲۰۰ لیلیې، ښوونځي او دیني مدرسې لري، خو د هغه په خبره دغه شمېره کافي نه ده : ((د پوهنې له وزارت څخه غواړو چې کوچیانو ته په هر ولایت کې یوه لیلیه لیسه جوړه کړي.))

سربېره پر دي په ولسې جرګه کې د کوچیانو استازی محمد یوسف صابر هم دولت كوچيانو ته په نه پاملرنه تورن كړ:(( دولت بايد د کوچیانو ستونزو ته پام ورواړوي او دوى ته د اړتیا وړ کارونه چې د سواد زده کړه یې په لومړیو غوښتنو کې راځې پوره کړي.))

خو د پوهنې وزارت وايي، په داسې یوه پروګرام کار کوي چې له مخې به يي د کوچیانو ماشومان د لیک او لوست د زده کړې د یوه منظم سیستم درلودونکي وي او تر دې وروسته به د کوچیانو د لیک او لوست لپاره پخپله تګلاره کې د کوچیانو لپاره منظم پروګرامونه جوړوي.

د پوهنې وزارت د لیک او لوست د زده کړو د پروګرامونو مشر الله باز جم کلید ته وویل: (( دا چې کوچیان په یوه ځاي کې میشت نه وي، درې ډوله لېږدېدونکی، نیمه لېږدېدونکی او ثابت ژوند لري او د دوى لپاره مو خپلواک د لیک لوست کورسونه، ځانګړي ښوونېز نصاب او ښوونکي نه درلودل.))

نوموړي د کوچیانو لپاره د لیک لوست د زده کړو د ټولګيو د جوړولو د نوې پالیسۍ د نهایې کولو خبرهم  ورکړ او زیاته یې کړه چې د کوچيانو لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د سواد د زده کړو د معینت له خوا د ليک لوست ګرځنده، نيمه ګرځنده او ثابت ټولګي جوړېږي: (( په دغو ټولګیو کې به ښوونکي او د زده کړو اړین توکي ورسره مل وي.))

هغه زیاتوي:(( د کوچيانو لپاره د سواد زده کړې د ټولګيو د جوړولو د پاليسۍ د مسودې له مخې به په راتلونکي کال کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د کوچيانو لپاره د سواد زده کړې څه باندې ١٠٠ ټولګي د ۲۵۰۰ تنو لپاره جوړ کړو.))

الله باز جم همداراز وایي چې د دغه پروګرام له مخې به د کوچیانو ټولې اړتیاوې په پام کې نیول کېږي:((پر داسې یوې تګلارې کار کوو چې د دوی ټولې غوښتنې په یوه اوږدمهاله پروګرام کې ور ځایوو، د دوی لپاره د ښوونې او روزنې پروګرام، د تجهیزاتو لېږد، کسبي مهارتونه، د ښوونکو ګمارل او څارنه مو په پام کې نیولې ده.))

نوموړي وړاندې وویل  چې تر اوسه د کوچيانو لپاره د سواد زده کړې ځانګړي ټولګي د هغوی د استوګنې په سيمو کې شتون نه درلود: (( خو يو شمېر هغه کوچيان چې په خپلو سيمو کې د سواد زده کړې په کورسونو کې فعاليت کوي، په دې کې به برخه واخلي.))

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر اساس اوس مهال شاوخوا ۱۰ مليونه افغانان چې د ١٥ او ٤٥ کلونو ترمنځ عمرونه  لري، له سواد څخه بې برخې دي.

د یاد وزارت چارواکي زیاتوي چې په تېرو لسو کلونو کې ٢،٦ مليونه افغانان چې نالوستي وو، د سواد زده کړې د کورسونو له لارې لوستي شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ دا مهال د سواد زده کړې په کورسونو او ٨٩ ښوونځيو کې ٦٠٠زره تنه چې د لوست له نعمت څخه محروم دي، تر روزنې لاندې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA