پرون وروسته له هغې، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د متحده قومي غورځنګ یو ځايي مشر ووژل شو، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول.
پرون وروسته له هغې، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د متحده قومي غورځنګ یو ځايي مشر ووژل شو، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول.
د متحده قومي غورځنګ د دې غړي تر وژنې وروسته د دغه غورځنګ ګڼو پلویانو په لاريونونو لاس پورې کړ او پرون تر ماښامه د ښار په بېلابېلو واټونو کې شاوخوا ۳۳ موټرو ته یی اور ورته کړ.
پرون د کراچۍ ښار په ډېرو سیمو کې تر ناوخته مارکیټونه او دوکانونه بند وو او د خلکو ورځنی کاروبار په ټپه درېدلی و.
د ویلو ده، چې په کراچۍ ښار کې له اوږدې مودې راهیسې د پټو وژنو لړۍ روانه ده او ځايي خلک یی اندېښمن کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


