اروپايي هېوادونو د سوريې له لورې د کوفي عنان د پلان پر منلو شک ښکاره کړى. د کوفي عنان په پلان کې د بشرالاسد له دولته غوښتل شوي، چې په سملاسي توګه دې له هغو سيمو څخه سرتېري وباسي، چې ډېرى ځايي خلک
اروپايي هېوادونو د سوريې له لورې د کوفي عنان د پلان پر منلو شک ښکاره کړى.
د کوفي عنان په پلان کې د بشرالاسد له دولته غوښتل شوي، چې په سملاسي توګه دې له هغو سيمو څخه سرتېري وباسي، چې ډېرى ځايي خلک پکې اوسېږي او د دې ترڅنګ دې د واک د لېږد لپاره له اپوزيسيون سره هم خبرې اترې پيل کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن ويلي، چې له دې وړاندې هم دوى د دې شاهدان وو، چې څو ځلې بشرالاسد خپلې کړې ژمنې ماتې کړي.
کلينټن زياته كړه، چې دا ځل بشرالاسد ته پکار دي، چې خپلو کړو ژمنو ته عملي جامه ورواغوندي ((داځل موږ د اسد نيت ته نه بلکې عمل ته ګورو.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

