د ترکيې صدراعرم رجب طیب اردوغان نن په یوه رسمي سفر ایران ته ورسېد، چې له ایراني جمهور رييس محمود احمدي نژاد سره وګوري. اردوغان د جنوبي کوریا په پلازمینې سیول کې د اټومي امنیت په کنفرانس كې له ګډون وروسته ایران ته لاړ.
د ترکيې صدراعرم رجب طیب اردوغان نن په یوه رسمي سفر ایران ته ورسېد، چې له ایراني جمهور رييس محمود احمدي نژاد سره وګوري.
اردوغان د جنوبي کوریا په پلازمینې سیول کې د اټومي امنیت په کنفرانس كې له ګډون وروسته ایران ته لاړ.
ټاکل شوې، چې نوموړی به له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، په سوریه کې د وروستیو بدلونونو او یو شمېر سیمه يیزو مسایلو خبرې وکړي.
د رجب طیب اردوغان دا سفر به یوه ورځنى وي او سبا د پنجشنبې په ورځ به له تهرانه بېرته خپل هېواد ته ستون شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


