ads

امريكا د ايران پر دوو شركتونو او درې وګړو بنديزونه ولګول

د امریکا حکومت په تور لېست کې د دوو نورو ایراني شرکتونو او درېیو ایراني وګړو نومونه، چې ویل کېږي له سپاه پاسداران ډلې سره تړاو لري ورزیات کړل. د امریکا د خزانې وزارت په وینا، دې شرکتونو او ایراني وګړو سوریې او افریقا ته وسلې استولې. د امریکا حکومت په تور لېست کې د […]

نویسنده: TKG
9 وری 1391
امريكا د ايران پر دوو شركتونو او درې وګړو بنديزونه ولګول

د امریکا حکومت په تور لېست کې د دوو نورو ایراني شرکتونو او درېیو ایراني وګړو نومونه، چې ویل کېږي له سپاه پاسداران ډلې سره تړاو لري ورزیات کړل. د امریکا د خزانې وزارت په وینا، دې شرکتونو او ایراني وګړو سوریې او افریقا ته وسلې استولې.

د امریکا حکومت په تور لېست کې د دوو نورو ایراني شرکتونو او درېیو ایراني وګړو نومونه، چې ویل کېږي له سپاه پاسداران ډلې سره تړاو لري ورزیات کړل.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، دې شرکتونو او ایراني وګړو سوریې او افریقا ته وسلې استولې.

یاد وزارت پرون د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د «یاس ایر» هوايي شرکت، د بهینې په نامه سوداګریز شرکت او د اسماعیل غني، علي اکبر طباطبايي او حسین اقاجاني په نامه ایراني وګړي د بندیزونو په تور لېست کې شامل شول.

د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، چې نوموړو کسانو او شرکتونو د سوريې او افریقا له حکومتونو سره د لاريون كوونكو د ځپلو لپاره د وسلو مرسته کوله.

تر اوسه د ایران حکومت په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA