نن له غرمې وړاندې د هندوستان په مهاراشترا ايالت کې د يوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه پوليس ووژل شول. ځايي چارواکو د پېښې پړه پر ماويسټ ډلې اچولې او زياته كړې يې ده، چې دا ياغي ډله پر ياد ايالت سربېره د هندوستان په ځېنو نورو سيمو کې هم
نن له غرمې وړاندې د هندوستان په مهاراشترا ايالت کې د يوې بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه پوليس ووژل شول.
ځايي چارواکو د پېښې پړه پر ماويسټ ډلې اچولې او زياته كړې يې ده، چې دا ياغي ډله پر ياد ايالت سربېره د هندوستان په ځېنو نورو سيمو کې هم ترهګريز فعاليتونه کوي.
د رپورټونو له مخې دا په هندوستان کې پر امنيتي ځواکونو له تېرو څو کلونو راهېسې يو دروند ګوزار و.
د ويلو ده، چې ماويسټ ياغيانو دوه اونۍ وړاندې هم دوه ايټالوي وګړي يرغمل کړي وو، چې څو ورځې مخکې يې يو تن خوشې کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


