ads

اوباما: له وسلو د يوې پاکې نړۍ غوښتونکي يو

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما، چې جنوبي کوريا ته په يوه رسمي سفر تللى وويل، چې دوى له وسلو د يوې پاکې نړۍ غوښتونکي دي. اوباما د جنوبي کوريا په پلازمينې سيول کې د اټومي ترهګرۍ د مهارولو له غونډې وړاندې په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې دې موخې ته د رسېدا لپاره […]

نویسنده: TKG
7 وری 1391
اوباما: له وسلو د يوې پاکې نړۍ غوښتونکي يو

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما، چې جنوبي کوريا ته په يوه رسمي سفر تللى وويل، چې دوى له وسلو د يوې پاکې نړۍ غوښتونکي دي. اوباما د جنوبي کوريا په پلازمينې سيول کې د اټومي ترهګرۍ د مهارولو له غونډې وړاندې په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې دې موخې ته د رسېدا لپاره به له

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما، چې جنوبي کوريا ته په يوه رسمي سفر تللى وويل، چې دوى له وسلو د يوې پاکې نړۍ غوښتونکي دي.

اوباما د جنوبي کوريا په پلازمينې سيول کې د اټومي ترهګرۍ د مهارولو له غونډې وړاندې په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې دې موخې ته د رسېدا لپاره به له چين او روسيې سره همکاري وکړي.

نوموړي زياته كړه، چې غواړي د روسيي له نوي ټاکل شوي جمهور رييس ويلادي ميرپوتين سره وګوري تر څو د «نيو سټارټ» په نامه هغه تړون عملي کړي، چې د دواړو غاړو تر منځ د درنو وسلو د کمولو ژمنه په کې شوې.

اوباما په ورته وخت کې د ايران اټومي پروګرام ته په اشارې سره وويل، چې لا هم ايران د خپل اټومي پروګرام د بندولو په اړه ډيپلوماتيک فرصت له لاسه نه دى ورکړى.

نوموړي په همدې حال کې خبردارى ورکړ، چې دا فرصت د محدود وخت لپاره دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA