د امريکايي ورځپاڼو د راپورونو له مخې امريکايي پوځ په تېر کال کې د پاکستان په سلاله پوسته د بريد کوونکو امريکايي پوځيانو پر ضد د اقداماتو نه کولو پرېکړه کړې ده.
د امريکايي ورځپاڼو د راپورونو له مخې امريکايي پوځ په تېر کال کې د پاکستان په سلاله پوسته د بريد کوونکو امريکايي پوځيانو پر ضد د اقداماتو نه کولو پرېکړه کړې ده.
د ورځپاڼو له مخې پر سلاله پوستې د امريکايي پوځيانو له بريد څخه وروسته دويم راپور هم بشپړ شوى، چى پکې ټول پوځيان بې ګناه ښودل شوي او پړه يې يو ځل بيا په پاکستاني پوځيانو اچولې ده.
تمه کېږي، چي په جنوبي کوريا کې د امريکا متحده ايالتونو جمهور رييس او د پاکستان د صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني تر منځ ليدنه وشي، چې ښايي بارک اوباما په ياده پېښه اندېښنه وښيي، خو ويل کېږي، چې بښنه به ونه غواړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


