ads

تيرا كې ځانمرګي بريد ۷ تنه ووژل

د پاکستان د خيبر ايجنسۍ په تيرا سيمه کې د لښکراسلام وسله والې ډلې په مرکز د ځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه ۷ تنه ووژل شول او ګن نور ټپيان دي.دغه پيښه پرون د تيرا په سنډاپال سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځ ته شوې ده. د پاکستان د خيبر ايجنسۍ […]

نویسنده: TKG
5 وری 1391
تيرا كې ځانمرګي بريد ۷ تنه ووژل

د پاکستان د خيبر ايجنسۍ په تيرا سيمه کې د لښکراسلام وسله والې ډلې په مرکز د ځانمرگي بريد له امله لږ ترلږه ۷ تنه ووژل شول او ګن نور ټپيان دي.
دغه پيښه پرون د تيرا په سنډاپال سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، په وژل شويو کسانو کې څلور ځاي قبايل، دوه افغانان او يو بل د اورکزۍ ايجنسۍ سره تړاو لرونكى دى او ټول د لښکر اسلام ډلې کسان وو.

بلخوا د پاکستاني طالبانو د تحريک د دره ادم خېلو څانگې وياند ادعا کړې، چې دغه بريد په جومات کې نه بلکې د لښکر اسلام په مرکز کې ترسره شوې دى.

هغه زياته كړې، دغه بريد د پاکستاني طالبانو له لورې ترسره شوى، چې پکې د لښکر اسلام شاوخوا ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA