ads

وروستيو پېښو امريكا تر سخت فشار لاندې راوستې

د امريکا پر متحدو ايالتونو د پنجشنبې په ورځ له دوو خواو فشار راغی.  افغان جمهور رييس کرزي ترې وغوښتل چې خپل پوځيان د افغانستان له کليو وباسي او د امنيتي چارو مسووليتونه تر ټاکلي وخت يو کال دمخه افغانانو ته وسپاري. د امريکا پر متحدو ايالتونو د پنجشنبې په ورځ له دوو خواو فشار […]

نویسنده: TKG
27 کب 1390

د امريکا پر متحدو ايالتونو د پنجشنبې په ورځ له دوو خواو فشار راغی.  افغان جمهور رييس کرزي ترې وغوښتل چې خپل پوځيان د افغانستان له کليو وباسي او د امنيتي چارو مسووليتونه تر ټاکلي وخت يو کال دمخه افغانانو ته وسپاري.

د امريکا پر متحدو ايالتونو د پنجشنبې په ورځ له دوو خواو فشار راغی.  افغان جمهور رييس کرزي ترې وغوښتل چې خپل پوځيان د افغانستان له کليو وباسي او د امنيتي چارو مسووليتونه تر ټاکلي وخت يو کال دمخه افغانانو ته وسپاري.

له بلې خوا طالبانو وويل چې په قطر کې له امريکايي استازو سره د سولې خبرې ځنډوي.

دا دواړه انکشافونه، چې په  کابل کې له جمهور رييس کرزي سره د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا د کتنې په ورځ وشول، د امريکا لپاره لوی ګوزارونه ول. نه يوازې يې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو د پلان په اړه اندېښنې زياتې کړې بلکې هغې ستونزې ته يې هم پام واړاوه چې د روانې اوونۍ په پيل کې د کندهار په پنجوايي کې د يوه امريکايي پوځي له لوري د شپاړس ملکي افغانانو د وژلو له کبله يې په افغانستان کې امريکايي پوځيانو ته پېښ کړی و.

د جرمني خبري اژانس د يوه جګپوړي لوېديځ پوځي چارواکي له قوله ويلي چې د شپې له عملياتو پرته دوی نه شي کولی چې په عملياتو کې ښه نتيجه ولرلی شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA