د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې نن له غرمې مخکې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په تازه بريد کې ٥ تنه ووژل شول. له سيمې څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې دغه بريد د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په برمل سيمه کې پر يوه موټر
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې نن له غرمې مخکې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په تازه بريد کې ٥ تنه ووژل شول.
له سيمې څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې دغه بريد د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په برمل سيمه کې پر يوه موټر ترسره شوى، چې له کبله يې ٥ ځايي طالبان وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې په ياد موټر دوه توغندي توغول شوي او له كبله يې موټر هم په مكمل ډل له منځه تللى.
تراوسه د دې بريد په اړه پاکستاني طالبانو څه نه دي ويلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


