د بيلجيم په پلازمېنه برسلز کې يوه تن جومات ته اور ورته کړى، چې له کبله يې يو تنه مړ شوى او بل سخت ژوبل شوى دى. له سيمې څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې په برسلز کې هغه مهال يو تن جومات ته اور ورته کړ، چې ځايي مسلمانان په لمانځه ولاړ وو.
د بيلجيم په پلازمېنه برسلز کې يوه تن جومات ته اور ورته کړى، چې له کبله يې يو تنه مړ شوى او بل سخت ژوبل شوى دى.
له سيمې څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې په برسلز کې هغه مهال يو تن جومات ته اور ورته کړ، چې ځايي مسلمانان په لمانځه ولاړ وو.
په دغه پېښه کې جومات ډېر زيانمن شوى او دلمونځ کونکو له ډلې يو تن مړه شوى او بل په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوى.
ځايي چارواکي وايي، چې جومات ته اور ورته کونکى تن يې نيولى او دامهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

