د سوريې د جمهور رييس بشارالاسد سره تر لېدنې وروسته د سوريې لپاره د ملګروملتونو او عربي هېوادونو ځانګړي استازي کوفي عنان هيله څرګنده كړه، چې يوې پايلې ته به ورسېږي.
د سوريې د جمهور رييس بشارالاسد سره تر لېدنې وروسته د سوريې لپاره د ملګروملتونو او عربي هېوادونو ځانګړي استازي کوفي عنان هيله څرګنده كړه، چې يوې پايلې ته به ورسېږي.
نوموړي ويلي، چې له اسد سره يې په لېدنه کې هغه ته نرم وړانديزونه کړي او کېداى شي، چې ښې پايلې ولري.
کوفي عنان ويلي، چې په سوريې کې د روان تاوتريخوالي د پاى ته رسولو لپاره تراوسه کومې وروستۍ پريکړې ته نه دي رسېدلي.
دى همداراز زياتوي، چې په دې اړه له سوريايي چارواکو سره خبرې اترې رواني دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


