د پاكستان په قبايلي سيمې وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتكو په دوو بريدونو کې ۵ وسله وال ووژل شول. په سيمه كې يوه دولتي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد پرون د شمالي او جنوبي وزيرستان په
د پاكستان په قبايلي سيمې وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتكو په دوو بريدونو کې ۵ وسله وال ووژل شول.
په سيمه كې يوه دولتي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه بريد پرون د شمالي او جنوبي وزيرستان په پوله شين منډ سيمه كې شوى دى.
نوموړي زياته كړې، چې په بريد كې يو موټر په نښه شوى، چې پرې دوه مزايل توغول شوي او له كبله يې موټر په مكمل ډول له منځه تللى.
د ده په وينا، په دغه موټر كې پنځه تنه سپاره وو، چې د بريد له كبله ټول وژل شوي دي.
سرچينې زياته كړې، چې په وژل شويو كسانو كې برهني ترهګر هم وو، خو تراوسه يې پخلى نه دى شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


