له پاکستان څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د دې هېواد د بلوچستان ايالت په ډېره بګټي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او ناڅرګندو وسله والو ترمنځ په نښته کې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له پاکستان څخه په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د دې هېواد د بلوچستان ايالت په ډېره بګټي سيمه کې د امنيتي ځواکونو او ناڅرګندو وسله والو ترمنځ په نښته کې ١٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې هيواد د پوځ يوه وياند، چې نوم يې نه دى ذکر شوى د پېښې پخلى کړى او ويلي يې دي، چې يوې وسله والې ډلې نن سهار د بلوچستان ايالت په ډېره بګټي سميه کې د ملېشه سرتېرو پر يوه مرکز بريد ترسره کړو، چې د يادو سرتېرو په ځوابي بريد کې ٧ وسله وال ووژل شول او ٩ نور ټپيان شول.
سرچينې زياته كړه، چې ټپي وسله وال د امنيتي سرتېرو له لورې نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو ته په دغې نښته کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


