ads

كانګو كې د چاودنو له كبله ۱۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د افريقايي هېواد کانګو په مرکز برازاویل کې د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو کې چاودنې شوي، چې له كبله يې  لږ تر لږه ۱۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د كانګو حكومت يوه وياند، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د برېښنا د ټكان له امله رامنځته […]

نویسنده: TKG
15 کب 1390
كانګو كې د چاودنو له كبله ۱۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د افريقايي هېواد کانګو په مرکز برازاویل کې د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو کې چاودنې شوي، چې له كبله يې  لږ تر لږه ۱۷۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كانګو حكومت يوه وياند، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د برېښنا د ټكان له امله رامنځته شوې ده، چې له كبله يې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه ټپيان دي.

د ده په وينا د دغو چاودنو له كبله يو شمېر ودانۍ هم نړېدلي، چې يو شمېر كسان د ودانيو د نړېدو له كبله هم ټپيان شوي دي.

ځايي روغتيايي چارواكو كه څه هم په دې پېښه كې د ۲۰۰ تنو د وژل كېدو پخلى كړى، خو زياته كړې يې ده، چې ښايي دغه شمېره لوړه شي.

تر دې وړاندې په برازاويل كې يوه اروپايي سفير اى ايف پي خبري اژانس ته ويلي وو، چې دوى په پوځي روغتونو كې شاوخوا د ۱۵۰ تنو مړي  شمېرلي او دغه راز په دې پېښه كې ۱۵۰۰ تنه ټپيان شوي دي، چې له ډلې يې د يو شمېر هغو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA