ads

عراق كې د وسله وال بريد له كبله ۲۷ پوليس ووژل شول

د عراق په حديثه سيمه کې يو شمېر  وسله والو کسانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې  بريد کړى، چې له کبله يې ٢٧ پوليس  وژل شوي دي. په حديثه كې د پوليس يوه وياند مېجر طارق سيد هردان رسنيو ته ويلي، چې دغه بريدګر د پوليسو په جامو سمبال وو او جعلي فرمان هم […]

نویسنده: TKG
15 کب 1390
عراق كې د وسله وال بريد له كبله ۲۷ پوليس ووژل شول

د عراق په حديثه سيمه کې يو شمېر  وسله والو کسانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې  بريد کړى، چې له کبله يې ٢٧ پوليس  وژل شوي دي. په حديثه كې د پوليس يوه وياند مېجر طارق سيد هردان رسنيو ته ويلي، چې دغه بريدګر د پوليسو په جامو سمبال وو او جعلي فرمان هم وروسره و.

د عراق په حديثه سيمه کې يو شمېر  وسله والو کسانو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې  بريد کړى، چې له کبله يې ٢٧ پوليس  وژل شوي دي.

په حديثه كې د پوليس يوه وياند مېجر طارق سيد هردان رسنيو ته ويلي، چې دغه بريدګر د پوليسو په جامو سمبال وو او جعلي فرمان هم وروسره و.

په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې بريد دومره ناببره ترسره شوى، چې پوليسو ته د ځوابي بريد موقع هم په لاس ورنغله  او بريد کونکي په تېښته بريالي شول.

همداراز په يو بل راپور کې ويل شوي، چې په دغه بريد کې يو وسله وال هم وژل شوى.

ځايي چارواکي وايي چې د دغې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي او دا مهال په ياده سيمه کې بېړنى حالت علان شوى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA