د امریکا جمهور رييس بارک اوباما پرون ایران ته خبرداری ورکړ، چې لانجمن اټومي پروګرام ودروي، ګنې دى به د ځواكو په كارولو كې زړه نازړه نه شي. نوموړي دغه خبردارى په واشنګټن کې د اسرایلو ملاتړې ډلې ته د خبرو پرمهال وركړ، خو زياته يې كړه، چې دى اوس هم هيله لري څو ډيپلوماتيكې هلې
د امریکا جمهور رييس بارک اوباما پرون ایران ته خبرداری ورکړ، چې لانجمن اټومي پروګرام ودروي، ګنې دى به د ځواكو په كارولو كې زړه نازړه نه شي.
نوموړي دغه خبردارى په واشنګټن کې د اسرایلو ملاتړې ډلې ته د خبرو پرمهال وركړ، خو زياته يې كړه، چې دى اوس هم هيله لري څو ډيپلوماتيكې هلې ځلې بريالۍ شي.
تر دې وړاندې د اسرائيلو جمهور رييس سيمون پريز ايران د نړۍ لپاره خطره بللې وه.
نوموړي زياته كړې وه، چې ايران د ترهګرۍ مركز دى او دا هېواد له ترهګرو ملاتړ كوي.
اوباما زياته كړه: ((ما د خپلې جمهوري ریاست په دورې کې بیا بیا دا خبره كړې وه او اوس هم په دې ولاړ يم، چې زه به د اړتیا په صورت کې د متحده ایالاتو او د هغه له ګټو څخه د دفاع لپاره د ځواكو له استعمال څخه ډډه ونه کړم.))
بلخوا ایران تل په دې ټینګار کړی، چې اټمي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


