د پاكستان په خيبرپښتونخوا كې د دې هېواد د كورنيو چارو پر پخواني وزير او د پيپلز شېرپاو حزب د مشر افتاب احمد خان شېرپاو موټر ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پاكستان په خيبرپښتونخوا كې د دې هېواد د كورنيو چارو پر پخواني وزير او د پيپلز شېرپاو حزب د مشر افتاب احمد خان شېرپاو موټر ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په چارسده كې يوه پوليس افسر غفران خان د بي بي سي اردو څانګې ته وويل، چې دغه پېښه پرون هغه مهال له چارسدې بازار څخه نږدې شل كيلومتره لرې د بتګرام په كانګړه سيمه كې رامنځته شوه، چې افتاب شېرپاو له يوې غونډې څخه خپل كور ته پر لاره و.
نوموړي زياته كړه، چې په دې پېښه كې يو پوليس وژل شوى او د درېيو پوليسو په ګډون ۸ تنه ټپيان شوي دي، خو خپله شېرپاو ته پكې كوم زيان نه دى اوښتى.
د بريد پړه په مهمند ايجنسۍ كې د تحريك طالبان پاكستان پرغاړه اخيستې او په اړه يې د همدې ډلې د قومندان عمرخالد مرستيال بي بي سي ته ويلي، چې دوى به په راتلونكي كې هم دغه راز بريدونو ته دوام وركړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


