د پاکستان د بلوچستان ايالت په مچ سيمه کې د هغو درېيو ملېشه سرتېرو مړي موندل شوي، چې يوه مياشت وړاندې د وسله والو له لورې تښتول شوي وو.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مچ سيمه کې د هغو درېيو ملېشه سرتېرو مړي موندل شوي، چې يوه مياشت وړاندې د وسله والو له لورې تښتول شوي وو.
په کوټه کې د ملېشه سرتېرو يوه چارواکي مرتضى بيګ د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دغه سرتيري د روان کال د جنورۍ په مياشت کې په مچ سيمه کې پر يوه مرکز د بريد په ترڅ کې تښتول شوي وو، چې اوس يې مړي وموندل شول.
د ويلو ده، چې په دغه بريد کې ١٤ نور ملېشه سرتېري وژل شوي وو.
د دې پېښې مسؤليت په بلوچستان کې بيلتونو غوښتونکې ډلې پر غاړه اخيستى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


