ads

نتانياهو: نړيواله ټولنه بايد د ايران تر منتر لاندې رانشي

د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو خبردارى ورکړ چې نړيواله ټولنه بايد له ايران سره د لويديځ د مذاکراتو بيا پيلولو په تړاو د ايران تر منتر لاندې رانشي. نوموړي چې پرون له خپل کاناډايي سيال سره په اوتاوا کې په يوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل ايران هڅه کوي چې له لويديځ […]

نویسنده: TKG
13 کب 1390

د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو خبردارى ورکړ چې نړيواله ټولنه بايد له ايران سره د لويديځ د مذاکراتو بيا پيلولو په تړاو د ايران تر منتر لاندې رانشي. نوموړي چې پرون له خپل کاناډايي سيال سره په اوتاوا کې په يوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل ايران هڅه کوي چې له لويديځ سره د خبرو اترو

د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو خبردارى ورکړ چې نړيواله ټولنه بايد له ايران سره د لويديځ د مذاکراتو بيا پيلولو په تړاو د ايران تر منتر لاندې رانشي.

نوموړي چې پرون له خپل کاناډايي سيال سره په اوتاوا کې په يوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل ايران هڅه کوي چې له لويديځ سره د خبرو اترو له لارې پر ځان لګيدلي نړيوال فشارونه کم کړي.

د اسرايلو لومړي وزير د ايران پر اټومي تاسيساتو د اسرائيلو د احتمالي  بريد په اړه وويل  اسرائيل حق لري چې د ايران پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

په ورته وخت کې د کاناډا لومړي وزير اسټيفن هارپر هم د اسرائيلو له حق څخه ننګه وکړه، خو ټېنګار يې وکړ، چې دوى د ايران او لويديځ تر منځ د ټوکېدليو ناندرو د سوليزې حل لارې په لټه کې دي.

ټاکل شوې، چې د اسرائيلو لومړى وزير د راتلونکې دوشنبې په ورځ له امريکايي ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA