د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وايي، چې د سوريې چارواکي د دغه هېواد د ولسي وګړو پر وړاندې د پراخ جنايت مرتکب شوي دي. نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وينا کې وويل، چې نړيواله ټولنه د خپلې دندې په ترسراوي کې پاتې راغلې او د سوريې د ولس پر وړاندې د
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وايي، چې د سوريې چارواکي د دغه هېواد د ولسي وګړو پر وړاندې د پراخ جنايت مرتکب شوي دي.
نوموړي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وينا کې وويل، چې نړيواله ټولنه د خپلې دندې په ترسراوي کې پاتې راغلې او د سوريې د ولس پر وړاندې د چارواکو د ناوړه چلند مخه يي نه ده نيولې.
بانکي مون له دې هر څه سره سره د دولت مخالفينو ته د وسلې ورکول هم د کړکيچ حل لاره ونه ګڼله.
د ويلو ده، چې په سوريه کې له شاوخوا يو کال راهيسې د دولت ضد اعتراضونه دوام لري، چې له امله يې زرګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

