له پاکستان څخه په ترلاسه شويو تازه راپورونه کې ويل شوي، چې نن سهار د دې هېواد له ګېلکېت څخه راولپنډۍ ته په تلونکي کاسټر ډوله موټر ناڅرګنده وسله والو وسله وال بريد کړى، چې له کبله يې ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، دغه بريد د کوهستان په هرين سيمه کې شوى، چې له كبله يې ١٨ مسافر وژل شوي او ٧ نور بيا سخت ژوبل شوي دي.
چارواکي زياتوي، چې بريد کونکي له پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي، خو دوى يې د نيولو په موخه چاڼيز عمليات پيل کړي.
تراوسه په پاکستان کې کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسؤليت پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ