پاکستاني ځواکونو د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن هغه کور ړنګ کړ، چې نوموړى پکې تېر کال ووژل شو. د راپورونو له مخې د ودانۍ د ړنګولو پر مهال وسلې هم موندل شوې دي.
پاکستاني ځواکونو د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن هغه کور ړنګ کړ، چې نوموړى پکې تېر کال ووژل شو.
د راپورونو له مخې د ودانۍ د ړنګولو پر مهال وسلې هم موندل شوې دي.
د القاعدې مشر اسامه بن لادن د تېر ميلادي کال د نومبر د مياشتې په دويمه نيټه په همدې کور کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
له هغه مهاله تر دې دمه د دغې ودانۍ کنټرول د پاکستاني ځواکونو په لاس کې و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

