نن له غرمې وروسته د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت په نوښار سيمه کې د عوامي نېشنل ګوند د پلويانو د غونډې بهر يوه چاودنه شوې، چې په پايله کې يې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن له غرمې وروسته د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت په نوښار سيمه کې د عوامي نېشنل ګوند د پلويانو د غونډې بهر يوه چاودنه شوې، چې په پايله کې يې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترلاسه شوي راپورونه وايي، چاودنه پر يوه موټر سايکل بار چاودېدونکو توکو پر مټ شوې، چې له کبله يې ٥ تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.
په دغه غونډه کې د خيبر پښتونخوا ايالت والي امير حيدر هوتي هم برخه اخېستې وه، خو د چارواكو په وينا، نوموړى د چاودنې پرمهال له يادې غونډې تللى و.
سيمه ييز روغتيايي چارواکي وايي، چې په ژوبلو کسانو کې د ٥ تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
تراوسه د پېښې مسؤليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


